شمالي کوریا روسیې ته د ځواکونو د استولو پخلی وکړ.
شمالي کوریا په لومړي ځل تایید کړه چې د روسیې کورسک سیمې ته يي سرتیري استولي دي،. د شمالي کوریا د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې د شمالي کوریا سرتیرو د روسیې سره د کورسک په سرحدي سیمه کې د اوکراین تر کنټرول لاندې سیمو د بیرته نیولو په برخه کې مرسته کړې ده .
دغه اعتراف د دوشنبې په ورځ وشو، څو ورځې وروسته له هغې چې روسیې د شمالي کوریا ګډون تایید کړ. د سویلي کوریا او لویدیځو استخباراتي ادارو له اوږدې مودې راهیسې راپور ورکړی و چې پیونګ یانګ تېر کال د کورسک لپاره له ۱۰,۰۰۰ څخه زیات سرتیري استولي دي.
د شمالي کوریا د مرکزي نظامي کمیسیون په وینا، د دوی د وسله والو ځواکونو فرعي واحدونو د کورسک سیمو د آزادولو په عملیاتو کې برخه اخیستې وه، چې د کوریا د دیموکراتیک ولسي جمهوریت د مشر د امر له مخې ترسره شول.
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د سرتیرو د استولو پریکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل دفاعي تړون له مخې کړې وه.
کیم وویل "هغوی چې د عدالت لپاره جنګیدلي، ټول اتلان او د خپل هېواد د ویاړ استازي دي." د راپور له مخې، شمالي کوریا مشر زیاته کړه چې د دې "جنګي کارنامو" لپاره به په پلازمینه کې ژر یو یادګار څلی جوړ شي.
د مرکزي نظامي کمیسیون په وینا، "د کورسک د سیمې د آزادولو عملیات چې د اوکرایني چارواکو له خوا د روسیې د فدراسیون د ماجراجویانه یرغل د مخنیوي لپاره ترسره شول، په بریالیتوب سره پای ته ورسیدل."
د روسیې د لوی درستیز والري ګراسیموف د شنبې په ورځ د شمالي کوریا د سرتیرو "اتلولي" وستایله، چې د هغه په وینا "د اوکرایني وسله والو ځواکونو د ډلې په ماتولو کې یې مهمه مرسته وکړه."
خو د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ وویل چې د اوکراین پوځ لا هم د روسیې په کورسک کې جګړه کوي، سره له دې چې مسکو د خپل لویدیځې سیمې "آزادولو" ادعا کړې ده.