د نړۍ د رومن کاتولیک مسیحیانو روحاني مشر او واتیکان مشر پاپ فرانسس جنازه خاورو ته وسپارل شوه.
د واتیکان د چارواکیو په ګډون د پاپ فرانسس د جنازې په مراسمو کې چې نن د شنبې په ورځ خاورو ته وسپارل شوه شاوخوا ۲۰۰,۰۰۰ کسانو ګډون کړی وو.
د ویلو ده چې د پاپ فرانسس د جنازې په مراسمو کې د نږدې ۵۰ هیوادونو د دولت او حکومت مشرانو هم ګډون کړی وو. د پاپ د جنازې په مراسمو کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي، د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون او زیات شمیر نورو مشرانو ګډون کړی وو.
د ایټالیا پولیسو مخکې د ګډون کوونکو شمېر شاوخوا ۱۵۰,۰۰۰ اټکل کړی و، چې له دې ډلې څخه نږدې ۵۰,۰۰۰ کسانو د سینټ پیټر میدان ډک کړی و.
ځینې خلک د دې لپاره چې د مراسمو په کتار کې لومړی ځای ونیسي، ټوله شپه انتظار وکړ.
پاپ فرانسس چې د تیرې دوشنبې په ورځ د ۸۸ کلونو په عمر ومړ، ۱۲ کلونو لپاره د نړۍ د رومن کاتولیک مسیحیانو مشري وکړه .
شاوخوا ۲۵۰,۰۰۰ کسانو د هغه د تابوت لیدو لپاره درې ورځې په سینټ پیټر باسیلیکا کې درناوی وکړ، او د جمعې په سهار له وختي څخه ګڼ شمېر خلک د هغه د وروستي مراسمو لپاره راټول شول.
د پاپ د جنازې مراسم د سهار په لسو بجو پیل شول .
د ایټالیا او واتیکان چارواکو د دې مراسمو لپاره د امنیت پراخه تدابیر نیولي دي، چې د ۵۰ څخه زیات د دولت مشرانو پکې ګډون کړی وو.
د الوتنو بندیز نافذ شوی، جنګي الوتکې په تیارسئ حالت کې وې، او د ښارګوټي شاوخوا په بامونو باندې سنایپران ځای پر ځای شوي وو.
د ویلو ده چې د پاپ د مړینې له امله په واتیکان کې ۹ ورځې ویر اعلان شوی دی.
د ویر وروسته، کارډینالان به د نوي پاپ د ټاکلو لپاره غونډه وکړي، چې د نړۍ ۱.۴ میلیارده کاتولیکانو مشري وکړي