د سوریې د کورنیو چارو وزارت په وینا، د دمشق د کلیوالي سیمو د امنیت ریاست د عملیاتو مشري کوي، او د پنجشنبې په ورځ ددې عملیاتو په ترڅ کې څو کسان شوي دي.
ویل شوي، دا اقدام په سیمه کې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره د روانو هڅو یوه برخه ده.
تر اوسه پورې، حزب الله د دې راپور په اړه تبصره نه ده کړې.
د ویلو ده چې پدې وروستیو کې د سوریې او لبنان ترمنځ کړکېچ هله زیات شو چې د سوریې دفاع وزارت د لبنان د حزب الله ډله د دریو سوري سرتېرو په تښتولو او وژلو تورنه کړه. که څه هم دمشق د "خطرناک تاوتریخوالي د زیاتوالي" په وړاندې د "ټولو اړینو اقداماتو" ژمنه وکړه، خو حزب الله په دې کې لاس لرل رد کړل.
سوریه او لبنان کې چې ۳۷۵ کیلومتره ګډه پوله لري په ډیرو سیمو کې واضحه پوله شتون نلري.
که څه هم شپږ رسمي سرحدي دروازې شتون لري، خو سیمه لاهم خلاصه پاتې ده، او په غیر قانوني لارو کې ډیری وختونه فعالیتونه کیږي.
د سوریې حکومت هدف لري چې امنیت ټینګ کړي او په خپلو پولو کنټرول پیاوړی کړي، په شمول د لبنان سره. سوریې حکومت غواړي پدې سیمو کې د مخدره موادو قاچاق وړونکي او د پخواني رژیم پاتې شوني چې د هیواد به ناکراریو کې مهم رول لري ونیسي .
حزب الله د بشارالاسد له رژیم سره چې له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۲۴ پورې یې واکمني کوله، قوي اړیکې ساتلې وې.