تارر د چهارشنبې په سهار په ټولنیزه رسنۍ "ایکس" کې په یوه پوسټ کې لیکلي: "پاکستان باوري استخباراتي معلومات لري چې هند غواړي د پاهلګام د دروغجنې پیښې په پلمه په پاکستان برید وکړي."
"هر ډول تېری به د قاطع ځواب سره مخ شي. هند به د سیمې د هر ډول جدي پایلو بشپړ مسؤلیت په غاړه ولري."
هغه زیاته کړه: " هند په سیمه کې ځان د قاضي، منځګړي او جلات په توګه ګوري چې ددوې دا بې پروا رول په کلکه ردوي."
تارر وویل: "پاکستان په پراخه زړه د یو بې پرې، شفاف او خپلواک کمیسیون له لارې د حقیقت معلومولو وړاندیز کړی و. خو، د منطق پر ځای، هند ښکاري چې د غیرعقلاني او تقابل لارې ته مخه کړې، چې دا به د ټولې سیمې او له هغې هاخوا لپاره ناوړه پایلې ولري."
د هند د بهرنیو چارو وزارت د رویټرز د تبصرې غوښتنې ته سمدستي ځواب ونه وایه.
دا په داسې حال کې ده چې د دواړو اټومي وسلو لرونکو هېوادونو ترمنځ کړکېچ زیات شوی، ځکه هند ویلي چې د تیرې اونۍ په برید کې چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د ۲۶ کسانو ژوند واخیست، پاکستان لاس درلود.
اسلام آباد دغه پېښه "یو جعلي برید " بللی او د بې پرې پلټنې غوښتنه یې کړې ده.
له برید وروسته، دواړو هېوادونو یو بل ته د اقداماتو لړۍ پیل کړې، چې هند د اندس اوبو تړون ځنډولی او پاکستان خپل هوايي حریم د هند الوتکو پر مخ تړلی او د شملې تړون یې ځنډولی دی.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ژمنه کړې چې بریدګر به ونیسي او سزا به ورکړي.
کشمیر چې ډیری اوسیدونکي مسلمانان دي د هند او پاکستان دواړو ددې سیمې ادعا کوي، خو هر یو یې یوازې یوه برخه کنټرولوي. دواړو هېوادونو د دې هیمالیایي سیمې پر سر جګړې کړې دي، چیرې چې د ملګرو ملتونو له ۱۹۴۷ کال راهیسې د ټولپوښتنې غوښتنه شوې ده.
هند په دې سیمه کې له ۵۰۰,۰۰۰ څخه زیات پوځیان ځای پر ځای کړي، چیرې چې په وروستیو اونیو کې د راپورونو له مخې، هندي ځواکونو شاوخوا ۲,۰۰۰ کشمیریان نیولي او د شکمنو یاغیانو کورونه یې ویجاړ کړي، چې د ځایي خلکو، منتقدینو او د بشري حقونو ډلو له خوا د ګډې سزا په توګه لیدل کیږي.
د دوشنبې په ورځ، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف رویټرز ته وویل چې د هند پوځي یرغل نږدې دی.
اصف وویل چې پاکستان په لوړ پوړ کې دی، خو یوازې هغه وخت به خپل اټومي وسلې وکاروي که "زموږ د وجود لپاره مستقیم ګواښ وي."
امریکا د سه شنبې په ورځ له هند او پاکستان څخه وغوښتل چې خپل اوسنی کړکېچ کم کړي، او زیاته یې کړه چې د دې هېواد لوړپوړی ډیپلومات به ژر د هند او پاکستان له همکارانو سره اړیکه ونیسي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تامي بروس بهرنیو رسنیو ته وویل: "موږ له دواړو خواوو سره اړیکه نیسو او ورته وایو چې وضعیت دې لا نه لانجمن کوي."
هغې زیاته کړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو تمه لري چې د هند او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره د دې موضوع په اړه خبرې وکړي ".
روبیو هڅه کوي چې "نور ملي مشران او د بهرنیو چارو وزیران هم دې ته وهڅوي چې د دې موضوع په اړه له دواړو هېوادونو سره اړیکه ونیسي."
چین او تورکیې د فوري کړکېچ کمولو غوښتنه کړې ده.
ایران د منځګړیتوب وړاندیز کړی، او سعودي عربستان ویلي چې هڅه کوي "د کړکېچ مخه ونیسي."
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ د کړکېچ په اړه ویلي چې د کشمیر شخړه له ۱,۰۰۰ کلونو څخه ډېره پخوانۍ ده او د دواړو خواوو مشران به "په یو ډول یا بل ډول" د کړکېچ د کمولو لاره پیدا کړي.
بروس، په هر حال، وویل چې امریکا په دې قضیه کې ورځني اقدامات کوي او تمه لري چې د روبیو د خبرو اترو څخه "اغېز" ترلاسه کړي.
"موږ د دې سیمې د ټولو پرمختګونو څارنه کوو او، لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، په څو کچو، زه باید ووایم، د هند او پاکستان له حکومتونو سره اړیکه لرو، نه یوازې د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه، بلکې په څو کچو کې."
"موږ البته هڅه کوو چې ټولې خواوې د یوې مسؤلې حل لارې لپاره همکارۍ ته وهڅوو. نړۍ دا وضعیت څاري."