کاناډایانو د تیرې ورځې په ټاکنو کې یو ځل بیا واکمن لیبرال ګوند ته د څلورو نورو کلونو لپاره د اعتماد رایه ورکړه. د کاناډا د تیرې ورځې په ټاکنو کې د لومړی وزیر مارک کارني په مشرۍ لیبرال ګوند ستر بری ترلاسه کړ. کاناډایانو د مارک کارني په مشرۍ لیبرال ګوند ته د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تعرفو او د کاناډا د الحاق په اړه د هغه د تمرکز له ستونزو سره د ښې مقابلې په خاطر د باور رای ورکړه.
کارني د کاناډا د بانک او بیا د انګلستان د بانک د رئیس په توګه خپل مالي تجربه وکاروله ترڅو کاناډایانو ته دا پیغام ورکړي چې هغه د تعرفو جګړو او د ټرمپ سره د نوي سوداګریز تړون په غیر متوقع مالي نړۍ کې د هیواد د لارښوونې لپاره اقتصادي وسایل لري.
د محافظه کار ګوند مشر پییر پولیور د لومړي وزیر جسټین ټروډو تر لس کلنې مشرتابه لاندې د لیبرال ګوند د سستۍ پر وړاندې د بدلون لپاره کمپاین وکړ، خو دا کافي نه وه چې بریا ترلاسه کړي.
کاناډایانو د پولیور پیغام رد کړ، چې دا به د هغه لپاره یوه ترخه ماتې وي، ځکه چې هغه د میاشتو لپاره په نظرپوښتنو کې د لیبرال ګوند څخه ډېر مخکې و.
خو بیا حالات بدل شول کله چې د خلکو په منځ کې ډېر نه خوښ ټروډو استعفا ورکړه او د لیبرال ګوند د مشرتابه په کنوانسیون کې سیاسي نوې څېره کارني مشري ترلاسه کړه.
لیبرال ګوند په عامه نظر نظرپوښتنو کې مخکې شو، د محافظه کار ګوند څخه یې مخکې شو، او د اپرېل په ۲۷مه د وروستۍ نظرپوښتنې په ورځ څلور سلنه مخکې و.
رایې ورکوونکو د کارني د ټرمپ سره د مقابلې لپاره تر ټولو معقول او مناسب کس وباله او هغه ته يي واک ورکړ. د ویلو ده چې کارني سیاسي تجربه نلري او په کاناډا کې کله هم په لوړ سیاسي مقام کې دنده نده ترسره کړې.
د نوي ډیموکراټ ګوند مشر جگمیت سینگ د نه ګډون له امله ټاکنې په دوه ګوندي سیالۍ بدلې شوې.
په ټول هېواد کې ۳۴۳ څوکیو لپاره سیالي وشوه. د ویلو ده چې په یواځې ځان د واکمنۍ لپاره په پارلمان کې کې۱۷۲ څوکۍ اړینې دي.
ځکه چې کاناډا جغرافیوي لحاظه ډېر لوی دی، شپږ وختي زونونه لري. رایې لا هم شمېرل کېږي، نو لا معلومه نه ده چې کارني به د اکثریت یا لږ کي حکومت مشري وکړي.