د غزې جګړه
2 دقیقې خواندن
د کډوالو نړۍوال سازمان : د غزې ۹۰ سلنه کورونه ویجاړ شوي او یا ډیر سخت زیانمن شوي دي.
د کډوالو نړیوال سازمان ویلي چې دي په غزه کې له ۹۰ سلنې څخه زیات کورونه ویجاړ شوي یا زیانمن شوي دي. یاد شوي سازمان خبرداری ورکړی  چې د اسرائیلو روانه جګړه د دې سیمې خلک یو لا ستر بشري ناورین پر لور بیايي.
د کډوالو نړۍوال سازمان : د غزې ۹۰ سلنه کورونه ویجاړ شوي او یا ډیر سخت زیانمن شوي دي.
Tel Aviv reduced most of the enclave to ruins and displaced almost the entire population of the blockaded enclave. / TRT Balkan
24 اپریل 2025

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) ویلي چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفترد معلوماتو له مخې، په غزه کې له ۹۰ سلنې څخه زیات کورونه ویجاړ شوي یا زیانمن شوي دي. یاد شوي سازمان خبرداری ورکړی  چې د اسرائیلو روانه جګړه د دې سیمې خلک یو لا ستر بشري ناورین پر لور بیايي.

دغه ادارې د چهارشنبې په ورځ په ایکس (پخوانی ټویټر) کې لیکلي: "کله چې د خوندي ځایونو هیڅ امکان نه وي، کورنۍ په ناامنه کنډوالو کې پناه اخلي." دوی ټینګار کړی: د کدوالو نړۍوال سازمان  د سرپناه مرستې چمتو کړې دي خو له بده مرغه چې د ننوتو لارې بندې دي. سیمې ته د مرستو د ننوتلو لارې باید اوس پرانیستل شي."

د مارچ  د دویمې نېټې راهیسې، اسرائیلو د غزې پر مخ ټولې لارې تړلې دي، او حتا د اړینو توکو ننوتلو ته هم اجازه نه ورکوي. اسرائیل ددې سره  سره چې په جګړه ځپلې سیمه کې د قحطۍ په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي خو بیا هم بندیزونو ته دوام ورکوي.

د اسرائیلو پوځ د مارچ په ۱۸مه نېټه په یو اړخیز ډول په غزه کې خپله وژونکې جګړه بیا پیل کړه، او د جنورۍ په ۱۹مه د اوربند او د بندیانو د تبادلې تړون یې مات کړ.

تر اوسه پورې په غزې د اسرائیلو په روانو بریدونو کې  له ۵۱,۳۰۰ څخه زیات فلسطینیان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي. دغه شمېر وروسته د  ۶۲,۰۰۰ تنو ته لوړ شو.

تل ابیب د دې سیمې ډېری برخې په کنډوالو بدلې  کړي او د محاصره شوې سیمې نږدې ټول خلک یې بې ځایه کړي دي.

تېر نوامبر میاشت کې  د نړیوالې جزا محکمې د اسرائیلو د لومړي وزیر نتنیاهو او د هغه د پخواني دفاع وزیر، یوآف ګالانت، لپاره د غزې په اړه د جنګي جرمونو او د بشریت پر وړاندې د جرمونو په تور د نیولو امرونه صادر کړل.

اسرائیل د غزې پر وړاندې د جګړې په اړه د نړیوالې محکمې د نسل وژنې قضیې سره هم مخ دی.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us