نړۍ
3 دقیقې خواندن
د پاکستان او هند پوله ساتو سره نښته کړې
ملګروملتونو د هند او پاکستان د پوله ساتو ترمنځه تیره شپه د نښتې نه وروسته په دواړو هیوادونو د اعتدال غږ کړی دی .
د پاکستان او هند پوله ساتو سره نښته کړې
Border Security Force (BSF) security personnel stand guard at the Attari-Wagah border crossing on the India-Pakistan border. / Reuters
25 اپریل 2025

د پاکستان تر ولکې  لاندې کشمیر کې حکومتي چارواکی سید اشفاق ګیلاني، د جمعې په ورځ فرانس پریس ته وویل چې ځواکونو د کنټرول کرښې په اوږدو کې ډزې تبادله کړې، چې دا کرښه د سیمې هغه برخې جلا کوي چې دواړه هېوادونه یې جلا اداره کوي.

هغه زیاته کړه: "په ملکي وګړو باندې ډزې نه دي شوې."

د هند پوځ تایید کړه چې د سپکو وسلو محدودې ډزې شوې . هند ادعا وکړه ډزې د پاکستان له لورې  پیل شوې وې، او زیاته یې کړه چې دوی ورته "ځواب ورکړی" دی.

د پنجشنبې په ورځ، د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ مسایل "په سوله ییز ډول د متقابلې رغنده اړیکې له لارې حل کېدای او باید حل شي."

هغه زیاته کړه: "موږ په کلکه له دواړو حکومتونو غوښتنه کوو چې تر ټولو زیات زغم وښيي او ډاډ ترلاسه کړي چې وضعیت او هغه پرمختګونه چې موږ لیدلي دي، نور خراب نه شي."

اسلام آباد د برید په اړه لاس لرل رد کړل

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ژمنه وکړه چې هغه وسله وال به تعقیب کړي چې د پاهلګام په مشهور سیاحتي ځای کې یې ۲۶ ملکي وګړي وژلي وو، وروسته له هغې چې د هند پولیسو د درېیو تښتېدلو وسله والو څخه دوه د پاکستان وګړي وپېژندل.

مودي وویل: "زه ټولې نړۍ ته وایم: هند به هر ترهګر او د هغوی ملاتړ کوونکي وپېژني، تعقیب کړي او سزا ورکړي." دا د هغه لومړۍ وینا وه له هغې راهیسې چې د سې شنبې په ورځ په هیمالیایي سیمه کې برید وشو.

اسلام آباد د هر ډول لاس لرلو رد وکړ او د پاهلګام برید سره د پاکستان تړل "بې اساسه" وبلل، او ژمنه یې وکړه چې د هند هر ډول اقدام ته به ځواب ورکړي.

په یوه بیان کې ویل شوي: "د پاکستان حاکمیت او د خلکو امنیت ته هر ډول ګواښ به په ټولو برخو کې د کلک متقابل اقدام سره مخ شي." دا بیان وروسته له هغې خپور شو چې لومړي وزیر شهباز شریف د لوړ پوړو پوځي مشرانو سره د ملي امنیت کمیټې یوه نادره غونډه وکړه.

مسلمان اکثریتي کشمیر له ۱۹۴۷ کال راهیسې د هند او پاکستان ترمنځ وېشل شوی، چې دواړه هېوادونه په بشپړ ډول د دې لوړ ارتفاع لرونکې سیمې ادعا کوي، خو جلا برخې یې اداره کوي.

د ۱۹۸۹ کال راهیسې په هند تر واک لاندې کشمیر کې یاغي ډلو پاڅون کړی، چې د خپلواکۍ یا له پاکستان سره د یوځای کېدو غوښتنه کوي.

په وروستیو اونیو کې، د مودي حکومت په مسلمان سازمانونو، کتابونو او ښوونځیو باندې سخت اقدامات کړي، چې په ټوله سیمه کې یې ګډوډي رامنځته کړې ده.

د هند امنیتي ځواکونو په کشمیر کې د پاهلګام بریدګرو د نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړي، چې له برید راهیسې په هند تر واک لاندې کشمیر کې له ۱۵۰۰ څخه زیات کسان نیول شوي دي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us