د لیبرال ګوند مشر او لومړی وزیر مارک کارني د دوشنبې په ټاکنو کې د محافظهکار ګوند له مشر پیېر پولییف څخه د بریا تمه لري، خو نظرپوښتنې ښيي چې په وروستیو ورځو کې سیالي سخته شوې ده.
لومړي وزیر د یکشنبې په ورځ خپل ټاکنیز کمپاین مهالویش لنډمهاله وځنډاوه ترڅو د هېواد خلکو ته وینا وکړي، وروسته له هغه چې یو موټرچلوونکي د لویدیځ ساحل په فیلیپیني سړک جشن کې پر خلکو موټر پر مټ برید وکړ ، چې په پایله کې ۱۱ کسان ووژل شول.
کارني، چې ۶۰ کلن او د څلورو ماشومانو پلار دی، د دې پيښې د قربانیانو او د هغوې د کورنیو نه د ملاتړ په څرګندولو کې احساساتي شو. هغه وویل: "تېره شپه کورنیو خپلې خور، ورور، مور، پلار، زوی یا لور له لاسه ورکړل. دغه کورنۍ د یوې سترې غمیزې سره مخ دي."
کارني د وینکوور ته نږدې د یوې بلې غونډې د لغوه کولو وروسته، د لیبرال ګوند وویل چې کارني به د یکشنبې په ورځ دغه ښار ته سفر وکړي.
د وینکوور پولیسو وویل چې ددې برید په تړاو يي یو ۳۰ کلن سړی چې د رواني ناروغۍ ستونزې او جرمي سابقه هم لري، نیول شوی دی. ویل کیږي دا کس ددینه مخکې هم د پولیسو سره په وسله والو نښته کې ښکیل شوی وو. په دې پېښه کې د ۱۱ تنو د وژل کیدو سربیره په لسګونه کسان ټپیان شوي دي.
د بله پلوه د کاناډا د محافظه کار ګوند مشر پییر پولییف، چې د خپلې مېرمنې سره د ټورنټو لویدیځ په میسیساګا ښار کې په یوه کلیسا کې څرګند شو، دغه برید یې د "بېمعنا تاوتریخوالي عمل" په توګه وغنده. هغه وویل: "زموږ زړونه نن ستاسو سره دي. ټول کاناډایان د فیلیپیني ټولنې سره په یووالي کې ولاړ دي."
د وینکوور برید د لنډ وخت لپاره د هېواد پام د ټرمپ له پالیسيو واړاوه، چې د سوداګرۍ جګړې او د کاناډا د شمالي ګاونډي د الحاق ګواښونو له امله کاناډایان غوسه کړي دي.
نظرپوښتنې په دوامداره توګه ښيي چې کاناډایان باور لري کارني، چې یو پخوانی پانګهوال بانکدار دی او د کاناډا او بریتانیا د مرکزي بانکونو مشري یې کړې، د واشنګټن سره د مقابلې لپاره تر ټولو قوي نوماند دی.
له هغه وخت راهیسې چې کارني د مارچ په ۱۴مه د لومړي وزیر په توګه د جسټن ټروډو ځای ونیو، هغه هڅه کړې چې رایه ورکوونکي قانع کړي چې د هغه تجربه کاناډا د سوداګرۍ جګړې له لارې رهبري کولو او د هغو تعرفو ځواب ویلو لپاره چمتو کړې چې د موټرو او فولادو په څېر مهم سکتورونه اغېزمن کړي دي.
پییر پولییف، چې ۴۵ کلن دی او دوه لسیزې یې په پارلمان کې تېرې کړې دي، هڅه کړې چې د ژوند د لګښتونو په زیاتوالي تمرکز وکړي، کوم چې د ټروډو د واکمنۍ په لسیزه کې لوړ شوي دي. هغه استدلال کوي چې کارني به د هغه څه دوام ورکړي چې هغه یې د لیبرالانو ناکامه حکومتولي بولي.
د کاناډا ملي تلویزیون ادارې د یکشنبې د ورځې د نظرپوښتنو ټولګه ښيي چې د لیبرالانو ملي ملاتړ ۴۲.۸ سلنه دی، په داسې حال کې چې د محافظهکارانو ملاتړ ۳۸.۸ سلنه دی.
لکه د امریکا په ټاکنو کې، ملي نظرپوښتنې ممکن پایله په بشپړ ډول وړاندوینه ونه کړي.
کله چې د دوشنبې په ورځ رایه ورکول پای ته ورسیږي، محافظهکاران به د کیڼ اړخي نوي ډیموکراټ ګوند او د جلا غوښتونکي بلاک کبیکوا د فعالیتونو نږدې څارنه وکړي.
په تېرو کاناډایي ټاکنو کې، په اونټاریو او برټیش کولمبیا کې د NDP قوي فعالیتونه او په کبیک کې د بلاک ښه فعالیت د لیبرالانو د څوکیو شمېر محدود کړی، خو نظرپوښتنې ښيي چې دواړه کوچني ګوندونه ممکن له ستونزو سره مخ وي.