بیجینګ په یوه رسمي اعلامیه کې د سه شنبې په ورځ وویل، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به د چین په رسمي بلنه د چهارشنبې په ورځ بیجینګ ته د یو ورځني سفر لپاره ولاړ شي.
د عراقچي دا سفر د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي سره د لیدنې لپاره ترسره کېږي، په داسې حال کې چې ایران د اومان په منځګړیتوب د امریکا سره مستقیم او غیر مستقیم اټومي خبرې کوي. د بیجینګ د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دا سفر د وانګ يي په بلنه ترسره کېږي.
تهران او واشنګټن تر دې دمه دوه پړاوه خبرې کړي دي، لومړی د اومان په پلازمېنه مسقط کې او دویم د ایټالیا په پلازمېنه روم کې. د ټرمپ ادارې ویلي چې دواړو خواوو "ډېر ښه پرمختګ" کړی دی، په داسې حال کې چې عراقچي دغه خبرې "جوړونکي او ښې" بللې دي. تهران او واشنګټن به د شنبې په ورځ په اومان کې درېیم پړاو خبرې وکړي.
غیر مستقیمې اټومي خبرې چې د اپرېل په ۱۳مه نېټه په مسقط کې پیل شوې، د ایران د اټومي پروګرام په اړه متمرکزې دي، چې دواړه خواوې د اومان د منځګړیتوب له لارې اړیکې نیسي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې که د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون چې د پخواني اوباما ادارې په منځګړیتوب شوی و، که پر ځای يې نوې موافقه ونه شي، نو پر ایران به پوځي اقدام وکړي. خو تهران ټینګار کړی چې له واشنګټن سره به "په عام محضر کې خبرې ونه کړي."