د غزې جګړه
3 دقیقې خواندن
د ملګرو ملتونو سازمان: تقریباً ۴۰۰،۰۰۰ فلسطینیان په غزه کې د اوربند ماتېدو وروسته بې ځایه شوي
د ملګرو ملتونو ویاند ستیفان دوجاریک خبري غونډې ته وویل "زموږ بشري همکاران راپور ورکوي چې د اسرائیلي ځواکونو حملې په ټوله غزه کې دوام لري، چې دا د سیستماتیک او پراخ ملکي تلفاتو لامل کیږي."
د ملګرو ملتونو سازمان: تقریباً ۴۰۰،۰۰۰ فلسطینیان په غزه کې د اوربند ماتېدو وروسته بې ځایه شوي
„Ljudi u Gazi, uključujući mnogu djecu, bivaju ubijani, ranjavani i osakaćeni za cijeli život“, dodao je. / Reuters
8 اپریل 2025

ملګروملتونو وویل چې د اسرائیلو لخوا په غزه کې د اوربند د ماتیدو نه راپدیخوا نږدې ۴۰۰,۰۰۰ فلسطینیان پرته له دې چې د ملکي وګړو لپاره کوم امنیتي ترتیبات ونیول شي بیا بې‌ځایه شوي دي. د ملګرو ملتونو دا خبره د دوشنبې په ورځ په په خپور کړي بیان کې وکړه.

د ملګرو ملتونو ویاند، سټیفان دوجاریک، په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "زموږ بشري شریکان راپور ورکوي چې د اسرائیلي ځواکونو بریدونه په غزه کې په دوامداره توګه روان دي، چې د ملکي وګړو پراخې او سیستماتیکې مرګ ژوبلې لامل شوي دي."

هغه زیاته کړه: "د غزې خلک، په ځانګړې توګه ماشومان، وژل کېږي، ټپیان کېږي او د تل لپاره معیوب کېږي." دوجاریک وویل چې د غزې پاتې شوي اوسېدونکي په پرله‌پسې ډول بې‌ځایه کېږي او په داسې ځایونو کې محدود شوي دي چېرې چې د ژوند لومړني اړتیاوې هم نشته.

هغه وویل: "موږ اټکل کوو چې نږدې ۴۰۰,۰۰۰ کسان د اوربند له ماتېدو وروسته بیا بې‌ځایه شوي دي، چې دا د غزې د ټول نفوس شاوخوا ۱۸ سلنه جوړوي." هغه خبرداری ورکړ چې بشري مرستې د بشپړ سقوط په درشل کې دي.

دوجاریک وویل: " که چیرې غزې ته د بشري مرستو جریان پيل شي ، مونږ نشو کولی چې هلته د اوږدې مودې لپاره فعالیت ته دوام وکړو.  هغه وویل چې  د غزې خلکو د ژوندي پاتې کېدو لپاره باید اړینې توکي او تجهیزات  سیمې ته ورسېږي." هغه زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) راپور ورکړی چې "د مرستو د ترلاسه کولو ټولې هڅې رد شوې دي" او "د همغږۍ ډېری هڅې ناکامې شوې دي."

دوجاریک د یوه ویډیو په اړه هم خبرې وکړې چې پکې د اسرائیلي ځواکونو لخوا د ژغورنې ټیم وژل ښايي. هغه وویل چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوتریش، د دې ویډیو په اړه  خبر دی او لکه څنګه چې هر څوک چې دا ویډیو وینې، د دې زړه بوږنوونکو صحنو څخه سخت حیران کیږي." ملګري ملتونه د "خپلواکې، شفافې او اغېزمنې پلټنې" غوښتنه کوي.

دوجاریک زیاته کړه چې له تېرو یو میاشتې څخه غزې ته هېڅ ډول توکي، لکه واکسین، خواړه، تېل او طبي وسایل، نه دي رسېدلي. هغه وویل: "زه د هېڅ استثنا په اړه نه یم خبر، حتی د ماشومانو د ګوزڼ واکسین لپاره هم نه."

د اسرائیلو پوځ د مارچ په ۱۸مه په غزه کې د وژونکو بریدونو نوې څپه پیل کړه، چې په ترڅ کې یې نږدې ۱,۴۰۰ کسان ووژل شول او له ۳,۴۰۰ څخه زیات ټپیان شول، چې د جنورۍ د اوربند او د بندیانو د تبادلې تړون یې مات کړ.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو تېره اوونۍ د غزې پر وړاندې د بریدونو د لا زیاتېدو اعلان وکړ، په داسې حال کې چې ویل کېږي د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پلان د پلي کولو لپاره کار کوي، چې غواړي فلسطینیانو د دې سیمې څخه بې‌ځایه نورو سیمو ته ولیږي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر تر میاشتې پورې، په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۵۰,۷۰۰ څخه زیات فلسطینیان وژل شوي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

د نړیوال جنایي محکمې تېر کال د  نوامبر په میاشت کې د جنګي جرمونو او د بشریت پر وړاندې د جرمونو په تور  د اسرائیلو د لومړي وزیر نتنیاهو او د پخواني دفاع وزیر یوآو ګالانت د نیولو امرونه صادر کړل. اسراییل همدارنګه د نړیوال عدالت محکمې مخې ته د نسل وژنې په تورونو سره مخ دی.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us