چاودنه په داسې حال کې رامنځته شوه چې ایران په عمان کې له امریکا سره د اټومي خبرو درېیم پړاو پیل کړی دی، خو د دې پېښې د لامل په اړه سمدستي معلومات نه دي ورکړل شوي.
د سیمې د بحران مدیریت یوه چارواکي دولتي تلویزیون ته ویلي: "دا پیښه د شهید رجایي په بندر کې په څو کانټینرونو کې د چاودنې له امله رامنځته شوه . موږ اوس مهال ټپیان روغتیایي مرکزونو ته لېږدوو او د سیمې تخلیه روانه ده."
نیمه رسمي تسنیم خبري اژانس زیاته کړې چې د بندر فعالیتونه د اور وژنې د چارو له امله ځنډول شوي دي، او د بندر د کارکوونکو زیات شمېر په پام کې نیولو سره "ډېر احتمال شته چې ګڼشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي.
ایراني رسنیو ویلي چې چاودنې دومره زورورې وې چې په څو کیلومترۍ کې د ودانیو کړکۍ ماتې شوي دي، او په انټرنیټ کې خپرو شویو ویډیوګانو کې د چاودنې وروسته ډیر ستر لوګی ښکاري.
په ۲۰۲۰ کال کې د همدې بندر په کمپیوټرونو سایبري برید شوی وو چې د اوبو لارو او بندر ته تلونکو سړکونو کې یې لویې ستونزې رامنځته کړې وې. واشنګټن پوسټ راپور ورکړی و چې د ایران ستر مخالف اسرائیل ښایي د دې برید تر شا وي. واشنګټن پوست ویلي وو چې دا د یوه ایراني سایبري برید د غچ وو چې اسرائیل ترسره کړی وو.