نړۍ
3 دقیقې خواندن
امریکا په هند او پاکستان غږ کړی چې اعتدال نه کار واخلي او موجود باریکه اوربند حفظ کړي
د امریکا متحده ایالتونو  د بهرنیو چارو وزارت د هند او پاکستان ترمنځ د نازک اوربند  څخه ملاتړ یو ځل بیا تایید کړی او له  دواړو هېوادونو څخه يي د اعتدال او سکون د ساتلو او مستقیمو خبرو اترو د تداوم  غوښتنه کړې ده. د دې ترڅنګ،
امریکا په هند او پاکستان غږ کړی چې اعتدال نه کار واخلي او موجود باریکه اوربند حفظ کړي
/ AP
14 می 2025

د امریکا متحده ایالتونو  د بهرنیو چارو وزارت د هند او پاکستان ترمنځ د نازک اوربند  څخه ملاتړ یو ځل بیا تایید کړی او له  دواړو هېوادونو څخه يي د اعتدال او سکون د ساتلو او مستقیمو خبرو اترو د تداوم  غوښتنه کړې ده. د دې ترڅنګ، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ نه د سولې جوړونکي په توګه یادونه شوې، چې د اوږدې مودې شخړو د حل لپاره مرستې ته چمتو دی.

د  امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، ټامي پیګټ، د سه شنبې په ورځ وویل: "موږ د هند او پاکستان ترمنځ د اوربند په لیدو خوښ یو."

پیګټ زیاته کړه: "زموږ تمرکز په دې دی چې اوربند وساتل شي او موږ غواړو چې مستقیمې خبرې اترې دوام وکړي. دا زموږ د تمرکز نقطه ده." هغه د هند او پاکستان د پوځونو ترمنځ د تېرې اونۍ د سختې شخړې یادونه وکړه، چې د اټومي جګړې په لور روانه وه، خو ټرمپ د اوربند اعلان وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ټرمپ د بهرني سیاست په اړه د یوې غونډې پر مهال وویل چې ولسمشر "په دې اړه خبرې کړې دي" او تل یې د نړیوالې سولې هڅې هڅولې دي.

واشنګټن خپل پیغام روښانه کړ: که څه هم سیمه ییزې ترینګلتیاوې لا هم د اندېښنې وړ دي، خو امریکا د نوي ډیلي او اسلام آباد ترمنځ د خبرو اترو او کړکېچ کمولو ملاتړ ته دوام ورکوي.

پیګټ وویل: "موږ غواړو چې دواړه خواوې مستقیمې خبرې وکړي. کله چې د نړۍ په مختلفو سیمو کې د شخړو د حل خبره راځي، ولسمشر غواړي چې شخړه حل کړي. هغه د سولې په لټه کې د مرستې لپاره چمتو دی."

هغه زیاته کړه: "ولسمشر ټرمپ  د مرستې لپاره چمتو دی، او هغه یو ښه معامله کوونکی دی. هغه یو سولې جوړونکی دی. هغه دا څو ځله ښودلې ده."

د سه شنبې په ورځ، ولسمشر ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د لا زیاتولو غوښتنه وکړه، وروسته له هغې چې هغه د تاوتریخوالي د زیاتېدو د مخنیوي لپاره یو تاریخي اوربند منځګړیتوب وکړ.

ټرمپ د منځني ختیځ د سفر پر مهال یوې غونډې ته وویل: "زه فکر کوم چې دوی اوس ښه سره جوړ دي. ښایي موږ هغوی یو څه نږدې کړو."

هغه زیاته کړه: "ما د اوربند لپاره سوداګري په پراخه کچه وکاروله  "

د هند او پاکستان پوځونه د تېرو څو لسیزو په تر ټولو جدي شخړه کې ښکېل وو، کله چې هند د پاکستان دننه هغه ځایونه په نښه کړل چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د ۲۶ سیلانیانو د وژنې مسوول یاغیان یې بللي وو.

پاکستان د بریدګرو سره اړیکې رد کړې او د نړیوالې څېړنې غوښتنه یې وکړه، چې هند یې رد کړې ده.

د هند د بریدونو وروسته، دواړو خواوو د خپلو سرحدونو په اوږدو کې جګړه پیل کړه ، چې په پایله کې یې د یو بل په خاوره کې د میزایلو او ډرون بریدونه وشول.

پاکستان ادعا کړې چې د هند پنځه الوتکې یې غورځولې دي، چې درې یې رافال دي. هند د زیانونو منل تایید کړي، خو د الوتکو د وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو د سه شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې د امریکا په منځګړیتوب د هند او پاکستان ترمنځ اوربند "ساتل شوی" او دواړه هېوادونه باید له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي ترڅو خپلې "اړوندې ستونزې" حل کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی چې د اوربند وروسته د هند اقدامات په نږدې ورځو کې په دقت سره وڅاري، ځکه چې د هند کړنې د سیمې لپاره خطرناک مثال جوړوي.

وپلټۍ
سوډان د تورکیې سوله‌ایز منځګړیتوب وړاندیز ته هرکلی وايي — د سوډان د بهرنیو چارو وزیر.
د لوور په موزیم کې تاریخي بدلون: "موناليزا" لپاره ځانګړې خونه.
د تورکي سریالونه په نړۍ کې د تورکي انځور ته بدلون ورکوي.
دمصر په حتشپسوت معبد کې نوي اثار کشف شول.
د جګړې د جرمونو محکمه په خطر کې ده: دجرمونو نړیوالې محکمې مشر.
'زما یوازینۍ غوښتنه مرګ وو': ژغورل شوي بندي د اسد په زندانونو کې شکنجه افشا کړه.
په نړۍ کې له ۱۰۰۰ څخه زیات ساینس پوهان د غزې د اوربند لپاره لیک لاسلیک کړ.
لبنان د سوریې د اغیزو لاندې نه  د ژغورنې په خاطر په مخ کې ډیره اوږده لار لري.
ایران په اسرائیل کې د ټولنیز پلوه منزوي شوي ځینې یهودان څه ډول د جاسوسانو په توګه جذب کړل؟
د ګولان د لوړو اهمیت او سرائیلو لخوا ددې سیمې د کنټرولو د هلو ځلو لامل په ډاګه شو
اروپایي اتحادیه که روسیه؟ په رومانیا کې دیموکراسي په ریښتیا څوک کمزورې کوي؟
یو فلسطیني ډاکټر چې د غزې نه د وتو څخه انکار کړی وو د اسرائیلو په زندان کې ژوند د لاسه ورکړ.
د اکتوبر په اومه د اسرائیلو او فلسطین د نښتې تاریخي اهمیت
ولې ۲۰۲۴ د بریکس د پرمختګ لپاره یو مهم کال و؟
د شولز تر سقوط وروسته، جرمني خپل ځان د پولې په سر مومي.
ټي آر ټي ګلوبل ته یوه کتنه وکړئ. خپل نظرونه زمونږ سره شریک کړئ!
Contact us