اسرائیلو د غزې په سویل کې د خان یونس په ښار کې د ناصر روغتون سره نږدې سیمې په نښه کړې، چې په پایله کې یې ځاني زیانونه اوښتي. د ویلو ده چې په دې کې یو فلسطیني خبریالانو هم ژوند د لاسه ورکړی . ویل کیږي اسرائیلو د روغتون سره نږدې د خبریالانو خیمې په نښه کولو سره یو تن خبریال ژوندی وسوځېد.
په انټرنیټ کې د یکشنبې په ورځ خپره شوې یوې دردناکې ویډیو کې لیدل کېږي چې خبریال د اور په لمبو کې سوځي، په داسې حال کې چې فلسطینیان او د ژغورنې کارکوونکي په بېړه هڅه کوي چې اور مړ کړي.
راپورونه ښيي چې دغه خبریال احمد منصور دی، چې د فلسطین ټوډې لپاره يي کار کاوه او د ماشومانو پلار هم دی.
د فلسطیني خبریال وائل ابو عمر په وینا، "(اسرائیلي) توغندیو زموږ همکار احمد منصور وسوځاوه، او هغه اوس هم په عاجله څارنه کې دی، چې د خیمې په نښه کولو له امله د رامنځته شوي اور په نتیجه کې وسوځید.
په غزه کې مېشت عکاس خبریال محمود بسام وویل چې منصور د سختو سوځېدنو له امله "معجزې ته اړتیا لري" ترڅو روغ شي.
راپورونه وايي چې په دې برید کې دوه نور خبریالان وژل شوي او نور ټپیان شوي دي.
په خبریالانو بریدونه
د اسرائیلو دا وحشیانه برید د هغو بریدونو وروستۍ کړۍ ده چې په محاصره شوي غزه کې د نسل وژنې پوښښ کوونکي خبریالان په نښه کوي.
د مارچ په وروستیو کې، اسرائیلو د الجزیرې خبریال حسام شبات او د فلسطین ټوډې خبریال محمد منصور ووژل.
د غزې په نسل وژنه کې د پیل راهیسې، اسرائیلو بهرنیو خبریالانو ته د لاسرسي مخه نیولې، په داسې حال کې چې د فلسطیني خبریالانو په نښه کولو ته یې دوام ورکړی چې دغه وژنې پوښښ کوي.
تېر کال، شبات وویل چې ستونزه یوازې د بهرنیو خبریالانو د لاسرسي نشتوالی نه دی، بلکې د فلسطیني خبریالانو لپاره د درناوي نشتوالی دی، چې د نسل وژنې پوښښ کولو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي.
وروستي وژنې د اسرائیلو لخوا د وژل شویو خبریالانو شمېره له ۲۱۰ څخه پورته کړې ده.
د مارچ په وروستیو کې، کله چې د خبریالانو وژنه د جنګي جرم په توګه وپوښتل شوه، امریکا مستقیم ځواب ورنه کړ، او ویې ویل چې واشنګټن به تل د اسرائیلو اړتیاوو ته ولاړ وي.