د لیبیا کې په پلازمینه طرابلس کې یو ځل بیا وسله والې نښتې پیل شوي دي.
عیني شاهدانو نن چهارشنبه وویل چې په پلازمینه طرابلس کې نښتې یو ځل بیا پیل شوي دي.
دوی زیاته کړه چې دغه تاوتریخوالی د طرابلس په عین زاره، راس حسن، او بن عاشور سیمو کې د وسله والو ډلو ترمنځ رامنځته شوی دی.
تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه کوم معلومات نه دي ترلاسه شوي.
په لیبیا کې د ملګرو ملتونو د ملاتړ ماموریت (UNSMIL) د طرابلس د روانو نښتو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه ماموریت په خپل بیان کې ویلي: "UNSMIL د طرابلس په ګڼ مېشتو سیمو کې د دویمې شپې لپاره د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله ژوره اندېښنه لري، چې بې شمېره ملکي وګړي یې له جدي خطر سره مخ کړي دي." ماموریت د ټولو مېشتو سیمو لپاره د "فوري او پرته د قید او شرطه" اوربند غوښتنه کړې ده.
دغه نښتې د دوشنبې په ورځ وروسته له هغه پیل شوې چې د ولسمشرۍ شورا پورې تړلي د ثبات د ملاتړ ادارې مشر عبدالغني الکیکلي د وژل کیدو نه وروسته پیل شوې.
په ۲۰۱۱ کال کې په لیبیا کې د معمرالقدافي د واکمنۍ د نسکوریدو نه وروسته رامنځته شوې تشه او سیاسي ناڅرګندي دوام لري.