موږ د "H5N1 مرغانو انفلونزا" یا په ساده ډول د مرغانو ګریپ ویروس په اړه خبرې کوو، چې د "مرغانو انفلونزا" په نوم هم پیژندل کیږي. لکه څنګه چې له نوم څخه معلومه ده دا ویروس تر ډېر مرغان اغیزمنوي، خو کله ناکله د ناروغو څارویو سره د تماس له لارې انسانانو ته خپریږي. نو ایا دا ناروغي له یو کس څخه بل کس ته لیږدول کیږي؟ موږ باید د بلې احتمالي وبا په اړه څومره اندیښمن واوسو؟
که چیرې تاسې خبرونه تعقیبوۍ، تاسو ممکن اوریدلي وي چې د مرغانو انفلونزا یو ځل بیا په اجنډا کې ځای نیولی دی. دا معمولا هغه وخت هغه وخت ډیر زیات په اجنډا کې ځای نیسي کله چې د وبا له امله ډیر زیات مرغان اغیزمن شي. دا ناروغۍ د اندېښنې وړ ده ځکه چې دوی کولی شي په نورو ځنګلي ژوند اغیزه وکړي. همداشان انسانانو ته ددې ویروس د لیږد خطر زیات او لوړ دی.